به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

په لنډیو کې تاریخي پېښې

سال

: 2020.09.20

ګروه ها

: ادبیات پښتو

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 56

کد فایل

: 105

مقطع

: لیسانس

 سریزه : لنډۍ چې يو ولسي شعري فورم دى، د ولسي نظمونو په لړ کې په عامو نظمونو کې راځي، دا ځکه چې، لنډۍ د ولس مال دى، په ولس کې پنځول کېږي  او ولس ته وړاندې کېږي، نو په دې اساس  ويناوال يې معلوم نه وي، لنډۍ خاص پښتو شعري فورم دى او بله هيڅ يوه ژبه دغه فورم نه لري، دا په دې دليل؛ لنډى چې کوم اهنګ او وزن لري؛ هغه په بله هيڅ يوه ژبه کې نه جوړيږي. اوسمهال داسې لنډۍ شته چې د ځينو کسانو نومونه يا هم تخلصونه په کې ذکر شوي دي چې دا په ډاګه يوه غلا او ناپوهي ده. لنډۍ چې په څلورو نومونو ياديږي، لکه: لنډۍ مصرع، ټپه او ټيکۍ د ژوند په بېلابېلو برخو کې ويل شوي. نرانو او ښځو دواړو پنځولې دي، چې ډېره ونډه په کې پخوا د ښځو وه خو اوسمهال د نرانو ونډه په کې ډېره ده. ما هغه لنډۍ  راټولي کړي دي، چې په هغو کې تاريخي پيښو ته اشاره شوى ده، لکه د رسول الله (ص) غزاګانو ته، د انګريزانو او روسانو په وړاندى جهادونو ته د معراج واقعې ته او يا هم د منصور په څير ډېرو نورو واقعو ته په کې اشاره شوى وي. که څه هم په دغه برخه کې لنډۍ خورا ډېري دي، خو لټول غواړي او د لټون ترڅنګ يو اوږد مهال  ته هم اړتيا لري،ما پدغه برخه کې تر خپلې وسې او پوهې پوری پوره پوره کوښښ کړی تر څو په دغه رابطه ښه او کره معلومات راغونډکړم. خو د اقتصادي ضعف او د کتابونو د نشتوالي له کبله مې ونشو کړای چې زیاته پلټنه وکړم ، دغه ناچیزه څه ستاسې مخې ته ږدم چې د مونوګراف لپاره مې راغونډکړي دي او د لسانس د بشپړیدو په خاطر یې ادارې ته سپارم.

.

 لړ ليک

سريزه:   2

لنډۍ!  4

تلميح:  8

د بابا ادم علیه السلام او ابلیس واقعه :      9

د نوح علیه السلام طوفان:           10

موسی علیه السلام او کوه طور:     11

د بني اسراییلو واقعه:      12

د یعقوب علیه السلام واقعه:         14

د یوسف علیه السلام قصه:           16

د حضرت سلیمان علیه السلام او هدهد (ملا چرګګ)  واقعه:           17

د پیغمبر علیه السلام پیدایش او رحلت :   19

د معراج واقعه:    21

د بدر غزا:          24

د خېبر غزا:        27

حضرت علي کرم الله وجه یا سخي صیب : 31

د حضرت بلال حبشي واقعه:       33

د کربلا واقعه:    35

سلطان محمود غزنوي او غلام ایاز:           39

میرویس نیکه:    41

د میوند جګړه :   42

د منصور حلاج واقعه:      45

وزیر محمد اکبر خان:     46

احمد شاه بابا واقعه:       49

د افغان او روس جګړه:    51

پايله      53

اخځلیکونه        55

 

ماخذونه

1.         الحقاني الافغاني ، مولانا محمد احمد، قصص الانبیاء ،مکتبه رحمانیه ،۲۰۰۷ ع کال، کویټه

2.         بينوا، عبدالروف، پښتنې مېرمنې، دوهم چاپ ١٣٨٨ل، کال 

3.         حبیبي ، پوهاند عبدالحۍ، د افغانستان لنډ تاریخ ، ژباړه ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۲  ل کال، پیښور

4.         غريب يار، سيدا ګل، ولسي مرغلري، د قتيل خوږياڼي په اهتمام، دانش خپرندويه ټولنه، (١٣٨٥)ل کال، پيښور.

5.         مبارکپوري، صفي الرحمن، پوهاند، سيرت النبي، د پوهندوى جانباز ((سرفراز)) ژباړه، مکتبه فاروقيه، (١٣٨٥)ل  کال ، پېښور..

6.         منګل، علي محمد، په لنډيو کې تلمیح او تاریخي سرچینې، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ ل کال، کابل

7.         ناګار، فضل ولي،عرفان او د پښتو ادب په لرغوني دوره کې یې څرکونه، ناګار خپرندویه ټولنه، دویم چاپ، ۱۳۹۱ل کال.

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059